Рет қаралды 38
دا ویډیو یا انیمېشن د سرطان د نښو او علایمو په اړه دي او دا چې که تاسو کوم داسې علایم ولرئ چې تاسو یې اندیښمن کړي یاست نو څه باید وکړئ. په دې انیمېشن کې د لاندې مواردو په اړه خبرې اترې شوې دي:
• نښه څه شی ده؟
• څه باید وکړئ که تاسو داسې نښې یا علایم لرئ کومې چې:
o غیر عادي وي
o دوام لرونکي وي
o غیر تشریح کیدونکي وي
• له خپل ډاکټر یا GP سره لیدنه کول
• دویم نظر اخیستل
• ستاسو په ژبه کې مرسته.
تاسو نور معلومات دلته په پښتو ژبه کې ترلاسه کولای شئ:
پښتو - Pashto | Macmillan Cancer Support
تاسو کولای شئ دا انیمېشنې په 16 بیلابیل ژبو کې دلته ترلاسه کړئ:
www.macmillan....
تاسو د سرطان د نښو په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کولای شئ:
www.macmillan....
تاسو د خپل عمومي ډاکټر یا GP څخه د مرستې ترلاسه کولو په اړه لارښوونه دلته ترلاسه کولی شئ:
www.macmillan....
www.macmillan....
که دا ویډیو ستاسو لپاره ګټوره وه، نو دا لایک کړئ، خپل نظر وړاندې کړئ، ګډونوال شئ یا دا شریکه کړئ چې له نورو سره مرسته وکړئ.
د معلوماتو، ملاتړ، یا له کوم چا سره د خبرو لپاره، د Macmillan وړیا شمېرې ته په 0808 808 00 00 سره زنګ ووهئ. موږ په اونۍ کې 7 ورځې د سهار له 8 څخه د ماخوستن تر 8 بجو پورې کار کوو. تاسو د ترجمان په مرسته کولی شئ چې زموږ د نرسانو یا د سرطان د متخصص سره په پښتو ژبه خبرې اترې وکړئ. کله چې زنګ وهئ فقط د خپلې ژبې په هکله موږ ته په انګليسي ووایاست.
که تاسو نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، لطفاً موږ ته برېښنالیک راواستوئ informationproductionteam@macmillan.org.uk