Рет қаралды 19,718
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړي ګیله من وزیر جنازه د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده د یوه کاروان په بڼه په وزیرستان کې د ده خپل کلي ته لېږدول کېږي. د جنازې کاروان ته په بېلا بېلو سیمو کې خلکو درناوی وکړ .تېره شپه د ګیله من وزیر د مړینې تائید تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د ګیله من جنازه به د پېښور او بنو له لارې وزیرستان ته ولېږدول شي او هلته به سبا جمعه، په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي. ښاغلي پښتون د خپل غورځنګ ملګرو وغوښتل، چې د دوی سیمو ته د جنازې له رسېدو سره له دې کاروان سره یو ځای شي.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: kzfaq.info?s...
KZfaq: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto