Рет қаралды 10,858
Song: Yawa Wraz
Artist: Farhad Darya
Compose: Farhad Darya
Lyrics: Ghafoor Liwal
Did you enjoy this song? Give it a like and leave a comment please.
یوه ورځ
یوه ورځ وه
مونږه دواړه په سفر باندې روان شو
زه او ته غاړه په غاړه په سفر باندې روان شو
یوه ورځ وه
ما ژړلې سر مې ستا پر ولي کېښود
ستا په سترگو کې چې ورک شوم
دا جهان مې واړه پرېښود
یوه ورځ ته شاه مېرمن وې
زه یوازې ستا پاچا وم
پاچا نه وم ستا بندي وم
بدو سترگو نه پناه وم
یوه ورځ وه مونږه ستړي
لدې دومره ډېرو خلکو
لاس په لاس دوه اوبو وړي
لدې دومره ډېرو خلکو
يوه ورځ وه عاشقان و عارفان وو
زه او ته وو
د زاړه ښار په کوڅو کې سرگردان وو
زه او ته وو
يوه ورځ وه ستا له سترگو څخه اوښکې راروانې
زه حيران درته ولاړ وم ستا وې زلفې پرېشانې
يوه ورځ وه
ستا د اوښکو دوې سکې وې زما په جېب کې،
زنگېدم ستا پر پاوليو شرنگېدمه ستا پايزېب کې
يوه ورځ وه
ستا پر ژبه د غصې سندرې شنې وې
زه دې اور ته وم نيولی ستا په سترگو کې لمبې وې
يوه ورځ وه
تا وييلې زما خيالونه پکار نه دي
زه د ژوند شين غمی غواړم
زما لفظونه پکار نه دي
يوه ورځ وه
زما په لاس کې غزلونه مړاوې شوي
د سندرو نغمې مړې وې
سرودونه رژېدلي
يوه ورځ وه زه نور هېڅ وم
بې سروده بې سندرې
ستا په حسن غبار ناست و
د بېلتون دې کړې خبرې
يوه ورځ وه
قيامت نه و
لمر ختلی و اسمان کې
زه لا مړ نه وم او ژوندی وم
لا هم ورک وم په خپل ځان کې
يوه ورځ وه
ستا غږ نه و د زاړه ښار په فضا کې
زه يوازې وم بې سيوري
څه و مات زما په اروا کې
يوه ورځ وه
عاشقان و عارفان و خو ته نه وې
زه او روح مې سرگردان و په کوڅو کې خو ته نه وې
شعر: غفور لیوال
Get connected with Farhad Darya
/ farhad-darya
open.spotify.com/artist/0mSLP...
/ farhaddaryaofficialpage
/ farhaddaryaofficial
#farhaddarya
#BaabaDarya