Рет қаралды 746
درنو مسلمانانو!
السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
خوښ او خوشحاله یو چې د ننګرهار ولایت، سره رود ولسوالۍ د فتح آباد په کلی کې د
{ الجامعة محمدیه الحنیفیة } په نامه مدرسه چې د تهداب ډبره یې څه موده مخکې ایښودل شوې وه؛ نن رسماً او عملاً د ودانولو او آبادولو چارې یې پیل شوې.
یاده مدرسه د دوه پوړه یا بلند منزل او یوې تاکاوئ په شکل جوړیږي چې ځمکه ورته د همدې مدرسې د مهتمم لخوا د سړک په غاړه وقف شوې ده.
دغه اسلامي اکاډمیک او روزنیز مرکز به په یو وخت کې د لسګونو او سلګونو شاګردانو او طلب العلمانو د روزلو ظرفیت ولري چې په لوړه کچه به د هېواد د مختلفو ولایتونو د بچیانو کوربه توب په مختلفو دوایرو کې وکړي.
( اِن شاءالله) .
قدرمنو موءمنو مسلمانانو!
یقیناً چې ژوند ډېر لنډ دی او له مرګ څخه وروسته مسلمان ته یوازې د جاریه صدقې اجر او ثواب ور رسیږي نو له تاسو ټولو شتمنو هېوادوالو مسلمانانو وروڼو او خویندو څخه مو هیله دا ده چې د یادې مدرسې په آبادئ او جوړولو کې له موږ سره پوره پوره همکاري او مرسته وکړئ او په جاریه صدقه کې ګډون وال شئ.
راځئ د الله تعالی د کور په جوړولو کې په خلاص مټ اقدام وکړئ او خپلې مرستې او امکانات ور څخه مه سپموئ.
د مدرسې د مهتمم د اړیکې ټینګولو شمېره:
ATTA WELFARE FOUNDATION
Working For Humanity
Together we can make difference
f @Atta Welfare Foundation
@Atta VWelfare Foundation
O@Atta_ Welfare Foundation
J@ataullahshigiwol78
Atta Welfare Foundation slhc