Рет қаралды 18,162
د پښتون ژغورنې غورځنګ نژدې یو کال وړاندې له دې شعار سره جوړ شو چې په پاکستان کې د پښتنو انساني حقونه خوندي او په پښتون مېشتو سیمو کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د غورځنګ بنسټ اېښودونکي، منظور پښتین ژمنه کړې چي خپلي سيمي ته د سولې تر راستنېدو او د حقونو تر خوندي کېدو پوري به خپله سوله ييزه مبارزه روانه ساتي.
محسن داوړ د منظور پښتون له نژدې ملګرو او د غورځنګ له وتلو مشرانو دی.
داود اعظمي دلته د لندن په سټوډیو کي ورسره له محسن داوړ سره د پښتون ژغورنې پر هدفونو، فعالیتونو، ستونزو او راتلونکو تګلارو مرکه کړې ده.