حامدکرزي د لغمان ولایت له یو شمېر دیني عالمانو، مشرانو او مخورو سره وکتل

  Рет қаралды 4,382

ARG1880

ARG1880

11 жыл бұрын

د ۱۳۹۲ لمریز کال د غوایي ۷مه
حامدکرزی د لغمان ولایت مشرانو ته په ویناکې: له امریکا سره امنیتي قرارداد په دې شرط امضا کوو چې په هېوادکې مو سوله تامین کړي او اردو او اقتصاد مو تقویه کړای شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د لغمان ولایت له یو شمېر دیني عالمانو، مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د لغمان والي ډاکترفضل الله مجددي او د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس میرحاتم تره خیل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، د لغمان ولایت په امنیتي حالت، د ښې حکومتوالۍ، په اقتصادي او پرمختیایي برخوکې د مثبتو بدلونونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل، وې ویل: د لغمان ولایت د امنیتي ځواکونو د بشپړې همغږۍ او د دغه ولایت د خلکو د همکارۍ په نتیجه کې اوس د لغمان ولایت ۷۰ سلنه اوسیدونکي په امنیت کې ژوند کوي.
دوی همدا راز د خپلو یو شمېر سیمه ایزو ستونزو د بیانولو په ترڅ کې دوهمې درجې ته د لغمان ولایت د لوړولو، د ملي پولیسو د تشکیل د پراختیا، د کله ګوش او وطن ګټو د اوبو او برېښنا پر بندونو باندې د کار د پیل کېدلو، د شهیدانو د پله د جوړیدو او د باد پخ ولسوالۍ د سړک د پخولو، د بابا صاحب په سیمه کې د یو هوایي ډګر، د ولایت د مقام د اداري کمپلکس او د لغمان ولایت په اړوندو ولسوالیو کې د څلویښت بستریزو روغتونونو د جوړیدلو غوښتنه وکړه.
د لغمان والي همدا راز جمهوررئیس ته وړاندیز وکړ چې د لغمان ولایت هغه امنیتي چاوراکي دې وستایل شي چې د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت او پراختیاکې یې له ځانه وړتیا ښودلې ده.
جمهوررئیس د دوي ستونزو او غوښتنو له آوریدو وروسته، وویل: لغمان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې ډیر روزلي او په کار پوه کادرونه یې هېواد او خلکو ته په خدمت بوخت دي.
حامدکرزي د لغمان د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه پرځای وبلل، ډاډ یې څرګند کې چې د هغوی دغه غوښتنې به د لغمان د والي او د دغه ولایت د څوتنو مشرانو په حضورکې د کابینې په غونډه کې وڅیړل شي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.
د هېواد جمهوررئیس همدا راز په دغه غونډه کې د لغمان له مشرانو سره ځینې مهمې ملي مسلې شریکې کړې او د هغو په اړه یې د لغمان د مشرانو نظرونه واوریدل.
حامدکرزي د لغمان مشرانو، عالمانو او په ملي او ولایتي شورا کې د دغه ولایت استازو ته پخپلو خبروکې په ډاګه کړه چې افغانستان له ټولې نړۍ، په تېره بیا د امریکا له متحده ایالاتو سره ښې او نږدې اړیکې غواړي.
له امریکا سره د امنیتي تړون د امضا کولو په هکله ده وویل چې په دې تړون کې موږ خپل منفعت وینو خو امضا کولو ته یې شرایط لرو او هغه داچې دا تړون د دې باعث شي چې په هېواد کې مو سوله او امنیت ټینګ شي، پوځي قوتونه مو تجهیز او اقتصاد مو تقویه شي.
جمهوررئیس وویل چې موږ به هیچا ته دا اجازه ورنکړو چې زموږ په بهرني سیاست کې کوم بل هېوادته د اثر او د اعمال نفوذ زمینه برابره کړي، موږ به لکه د اوس په شان تل مستقل خارجي سیاست ولرو.
---------------
Office of the Spokesperson & Directorate of Communications
Presidential Palace -- Arg
Kabul, Afghanistan
Website: www.president.gov.af

Пікірлер
خبرهای ۹ شب، یک‌شنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۳
43:40
Afghanistan International
Рет қаралды 24 М.
Каха ограбил банк
01:00
К-Media
Рет қаралды 10 МЛН
ОСКАР ИСПОРТИЛ ДЖОНИ ЖИЗНЬ 😢 @lenta_com
01:01
خبرهای ۶ عصر، یک‌شنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۳
42:47
Afghanistan International
Рет қаралды 31 М.