Рет қаралды 14,407
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد عمر داودزی وايي پخوانی حکومتونه ټولګډونه وو، خو اوس ټول نیوکه کوي، چې اوسني حاکمیت کې له طالبانو پرته نور څوک ځای نه لري. ښاغلی داودزی ټینګار کوي چې له اوسني وضعیته د وتلو یوازینۍ لار د افغان ډلو تر منځ خبرې اترې دي چې د یوې بلي جګړې او ورانۍ مخه ونیول شي. هغه په حکومت کې د ټول شموله کېدو په اړه د طالبانو د حکومتي چارواکو څرګندونو ته په اشارې وايي په کابینه کې د نورو قومونو د څو کسانو شتون د ټول شموله حکومت په توګه نه شي تعریفولی.
د دې اوونۍ په ځانګړې مرکه کې عنایت الحق یاسیني ښاغلی داودزي پوښتلی، چې د طالبانو دوه کلنه واکمني څنګه ارزوي؟
#bbcpashto #bbcpashtotv #interview
Subscribe for more videos: kzfaq.info?s...
KZfaq: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto