Рет қаралды 2,328
مولوي عبدالکبیر: تمه ده له پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد پروژه عملي شي
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د افغانستان کرنې برخه باید مېکانیزه شي او د قوشتېپې کانال په بشپړیدو سره به افغانستان کې یو بنسټیز کرنیز انقلاب راشي او اسلامي امارت له پنجشېره کابل ته د اوبو انتقال په اړه غور کړی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې نن د کابل په بادام باغ څېړنیز فارم کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین په پیل مراسمو کې وکړې. ده وویل، په اوسني وخت کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اغېزو سخت زیانمن او وچکالۍ ځپلی دی د نیالګیو اېښودل او پالل خورا مهم مسوولیت او اړین اقدام دی.
#مولوي
#عبدالکبیر
#تمه
#پنجشېره
#کابل
#اوبو
#لېږد
#پروژه
#عملي