Рет қаралды 3,982
د روغتیا نړیوال سازمان، ډبلیو ایچ او، وايي په پاکستان کې هر کال له ۳۰ زره ډېر کسان ټرافیکي پېښو له امله مري. خو په خپله د پاکستان لویو لارو د خوندیتابه ملي اداره بیا دا شمېره له سلو زرو ډېره بولي. اټکل دا دی چې د پاکستان ټرافیکي پېښو لویه برخه د انساني تېروتنو له امله وي. دویمه لویه ستونزه د زېربنا يا بنسټيزو ودانيو خرابوالی دی، سړکونه یې سم نه دي او ورسره د ګاډو او موټرو وضعیت هم ناسم وي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: kzfaq.info?s...
KZfaq: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto