Рет қаралды 16,841
پاکستان وايي د قرغزستان په پلازمینه بشکېک کې له ډله ییز تاوتریخوالي وروسته چې بهرنيان او مهاجر کارګران پکې په نښه شول، دوی په سلګونو زده کونکي بېرته راستانه کړې دي. په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزیر ویلي د دې زده کونکو راوستو لپاره درې ځانګړې سوداګریزو الوتنې پلان شوې دي. د قرغزستان په پلازمینه کې د بهرنیو زده کونکو او مهاجرو کارګرانو په نښه کولو په پاکستان کې اندېښنې راپارولي دي. اټکل کېږي چې شاوخوا لس زره پاکستاني محصلین په قرغزستان کې په زده کړو بوخت دي. ډېری د طب محصلین دي. په بشکیک کې پولیس وايي، نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې یو شمېر بهرنیانو، چې هویت یې سمدلاسي نه دی په ډاګه شوی، په ښار کې ځایي خلک ووهل.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: kzfaq.info?s...
KZfaq: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto