Рет қаралды 20,312
يو څلوېښت کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد پر همدې ورځ د ډېسمبر پر ۲۷ مه پر افغانستان ير غل وکړ. ويل یې د افغانانو په بلنه ورغلي، چې په وينا يې د امريکا د تېري پر وړاندې يې لاسنيوی وکړي. دوی کابل کې د واکمن خلک ګوند مشر حفيظ الله امين وواژه، او ببرک کارمل يې د نوي مشر په توګه واک ته ورساوه.. د خلک ګوند په مشرۍ حکومت پر ضد له وړاندې وسله وال مقاومت پيل شوی و، خو د روسانو له يرغل سره یې پر وړاندې مخالفت لا زور واخيست. هغه مهال رسنۍ لکه چې نن دي، دومره پرمختللې نه وې، او ډېر کم بهرني، په تېره بيا لوېديځ خبريال افغانستان کې وو. د بي بي سي ګاوېن هيوت، هغو ورځو کې کابل کې و، دا دوه راپورونه يې چې سره ګډ کړي مو دي، د ۱۹۸۰ م کال د جنورۍ پر ۹ مه او ۱۱ مه خپاره شوي..
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: kzfaq.info?s...
KZfaq: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto