Рет қаралды 149,309
#ملنګ_جاني مجلس
ای #پښتونه #پښتنې_مور زېږولی يې که نه يې؟
په #زانګو يې د #غيرت ته ړنګولی يې که نه يې؟
دښمنانو ته په #سپک نظر کتلی که نه يې؟
دا #غيرت تاته ښودلی #مور او #پلار دی که نه دی؟
ای پښتونه تر #اټکه ستا #وطن و که نه و؟
په #ډهلي د #احمدشاه_بابا مسکن و که نه؟
ستا د لاسه #خوار #خسته هر يو دښمن و که نه و؟
نن هماغه #دښمنان راته #بادار دی که نه دی؟
ای پښتونه خدايزده څو #ميليونه #کور يې که نه يې؟
د خيبر بلوچستان پورې يو ورور يې که نه يې؟
چې راټول شې د تمام #جهان د زور يې که نه يې؟
نن په کور ستا د #نفاق ښه بیروبار دی که نه دی؟
ای پښتونه #سېک #هندو #يهود ازاد شو که نه شو؟
ستا #حقوق په استبداد لاړه #برباد شو که نه شو؟
#ماشومان د #چهلګزي ټول په #فرياد شو که نه شو؟
#ملنګ_جان غريب له غمه بيمار دی که نه دی؟