جناب استاد محترم درسونو ته دوام ورکړه زیات مفید دی
@user-ft1sk9vu2fАй бұрын
ډير خوږ بانډار ده
@authorrafiullahrasoli36832 ай бұрын
❤❤❤❤❤
@zabihullahshamim2 ай бұрын
ماشاء الله، الله مو وساته.
@JawharAfghan2 ай бұрын
ویاړ مو یې حیرت صاحب!
@user-rz5et2ww6j2 ай бұрын
دغه بايد ليکلي بڼه هم ښکاره شي
@authorrafiullahrasoli36833 ай бұрын
❤❤❤❤❤
@authorrafiullahrasoli36833 ай бұрын
❤
@user-qs1uw3ey8m3 ай бұрын
اداري حقوق ډیره مهمه موضوع ده
@user-qs1uw3ey8m3 ай бұрын
پوهندوى عبدالقدير خاموش وړاندې له دې چې په شعر كې د انځور په ارزښت او مقام خبرې وكړو غوره بولم د شعر يو څو لنډې پېژندګلوۍ وړاندې كړم. شعر عربي کلمه ده،چې دعبراني ژبې له شيرنه اخيستل شوې اوپه اصل کې دسندرې په مانا ده.په اصطلاح كې شعر او شاعرته كه څه هم اكثره ادبپوهان او شاعران كوم خاص تعريف نه وركوي او په دې باور دي چې شعر كوم ټاكلى تعريف نه لري او هر څوك يې د خپل اند او نظر له مخې په بېلابېلو سليقو تعبيروي او تعريفوي. ليكن داسې هم بايد ونه وايو چې شعر اصلا د تعريف وړ نه دى اويا تر دې دمه شعر يوه نا پېژندل شوې پديده ده، بلكه دا مانا لري چې شعر يو داسې انځور دى چې ډېرې زاويې لري او هرڅوك د خپل اړخ له زاويې ورته ګوري او په دې توګه د تصوير د تشريح په چاره كي خپله ونډه ادا كوي. ځينې خلك وايي چي شعر د پېغام د لېږدولو يوه اغېزناكه سليقه ده، ځيني وائي : شعردانسان دژوروحسي - عاطفي حالتونودبيان سمبول ياهغه خوندوره وينا ده، چې په هغې كې دويونكي (شاعر) فكر، پوهه، ذوق، دزړه هيجان او دروح آغيزه سره ګډه وي، داحساساتوڅخه راپورته شي اود اوريدونكو احساسات راوپاروي. استادسعدالدين شپون بيا وايي ((شعريوه نوې خبره د ژوند يوه واقعي تجربه چې په ويلو وارزي)) كره كتونكي وايي، ښه شعر هغه دی، چې دشاعرد زړه له تل نه را لړزېدلی وي اود لوستوونکي د زړه تل ته کوز شي. اويا! شعر اهنگ لرونکو عبارتونو په واسطه د واقعيت تخيلی او بياځلي انځورو لوته وايي “۱” په همدې ځاي به د شعر په پېژندګلوى بسنه وكړو اوس به راشو خپل اصلي مطلب ته چې په شعر كې انځور څه ارزښت لري، اويا په شعر كې انځور په څوډولونو جوړېږي. موږ دخپلو حسي غړو په واسطه درې ډوله تصوير درك كولاى شو،چې عبارت دي له مصور تصوير، دكمرې تصوير او دشاعرۍ تصوير. د كمرې تصوير موږ ته د يو شي حقيقت راپيژني مانا دا،چې هغه څه، چې په كومه بڼه موجود وي په هماغه بڼه يې را ښيي. په دې ډول تصوير كې د عكاس خپل احساس جذبه او خيالات شريك نه دي. دلته يوازې دعكاس مهارت هنر او په اصلي زاويه كې دعكاس له خوا دكمرې برابرول شرط دي. دويم ډول انځور، مصور انځور دى. په دې انځور كې هم د انځورګر خپل احساسات، جذبات، ارمان او خيالات شامل دي. يعني په دې ډول انځور كې هم، ديو شي يا چا بشپړ حقيقت نشي. څرګنديداى،سره له دې، چې دليدونكو او كتونكو د حسي ذوق د راپارولو لپاره په كې له ښوښو رنګونو څخه كار اخيستل كېږي. كله كله په كې له مبالغې نه هم كار اخيستل كېږي،دلته د انځورګر وسايل، رنګ، برس او كاغذ وي. دا انځور هم بشپړ نه دى، ځكه ،چې دانځور دننه احساس نشي ښكاره كولاى.
@user-qs1uw3ey8m3 ай бұрын
ځینی علما وایې اداره داداره کولو او رهبری کولو عمل ته وایې اداره دلغت په لحاظ په دریو معناګانو راغلی دی ۱-الزام یعنی الزامی والی ۲دتدبیر په معنی سره ده ۳یه یو کار کی دجهد او کوښښ په معنی ده ژرژودل فرانسوی عالم داداری لپاره دو مفاهیم کارولی ماهوی او شکلی اداره ماهوی مفهوم سره دهغه فعالیتونو او خدمتونو څخه عبارت دی چی دعمومی سازمان له لوری او یا دهغی تر نظر لاندی ترسره شي . تنظیم :ددندو او مسوولیتونو دپولو ټاکلو څخه عبارت دی . پروفیسور ژرژودل اداره ددو بنسټیزو معناوو درلودونکی ګڼی ۱اداري کارکونکو مفهوم ۲داداری سازمانی مفهوم شکلی چاری دسازمان مسوولیت ته اشاره لری او ماهوی چاری دسازمان حقوقو او وجایبو ته پاملری دسازمان له مخی داداری مفهوم :دسازمان له مخی عامه اداره دټولو اداری واحدونو او څانګو او عامه موسساتو لرونکی دي چی هغوی ددولت تابع او برخی دی *اداره په عام معنا سره کنترول،رهبری،او دیو څو کسانو تر لاس لاندی لرلوته وایې داداری دعلم نامتو پوه لوټر کولیک اداره داسی تعریفوی اداره هغه علم او هنر دی چې یو زیات شمیر کسان ترخپلی لارښوونی او کنترول لاندی راولی او په ډلیزه توګه هغوی دیو ټاکلی موخی په لور سوق کوی. دماهوی له مخی داداری مفهوم :عامه اداره په ماهوی لحاظ دحکومت هغه فعالیتونه رانغاړي چې داداری اعمالو او دندو سرته رسولو سره تړاو لری چي په دی کې دادارې موخې تر نظرلاندی وي عامه اداره هغه څانګه ده چی دهغي له لوری ددولت دندی څرنګدیږی او په دولت کی مدیریت هغه مفهوم دی چې دهغی له طریقه ددولتونو وظایف څرګندیږی اداری دندی تعریفونه په دو برخو ویشل شوی دی ۱ایجابی ۲سلبی ایجابی :ایجابی تعریف دادارې پرهغو اعمالو او دندو چې معمول وی راڅرخیږي خو په ټولو اعمالو نه ۲-سلبی تعریف:ددي تعریف له مخی ددولت اداره له ددولت له هغوفعالیتونو څخه عبارت دی نه قضایې وی او نه تقنینی وی . داداری شکلی تعریف:داداری دغه ډول واحدونه په هغو فعالیتونو او صورت څخه عبارت چی اداری ماهیت پکی په پام کی نیول شوی نه وی. دحقوقو مفهوم :دټولنیز ژوند دبقالپاره دګډوډۍ او انارشی مخنیوی لپاره یو لړ قواعد او مقرراتو ته حقوقی قواعد ویلی کیږی . دحقوقو لغوی معنا :حقوق دحق جمع ده چي په ډيرو معناګانو راغلی دی دی لکه دالله نوم دی دباطل ضد دی دبرخی په معنیا درښتیا او داسی نور ، دحقوقو اصطلاحی مفهوم :کانت وایې حقوق دهغو ټولو شرایطو مجموعه ده چی دهغی په وسیله دیو وګړي اراده دخپلواکی داصل سره سم دنورو دګډی ارادی او ګټو سره یو والی مومی ،مایوس مک دوګال وایې حقوق دواکمنی مرجع هغه احکام دی چی اغیز من ځواک او قوی کنټرول سره یو ځای وی او یا حقوق هغه علم دی چی په هغه کی دانسانانو په اړیکو کی له حاکمو مقرراتو او قواعدو څخه بحث کوی په مجموع کی حقوق په دو ډوله دی ۱افاقی حقوق ۲ عندی حقوق